د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني وايي، د سولې د پروسې اړوند ټول اقدامات باید له خلکو سره شریک شي.
- افغانان له چا سره او څرنګه سوله کوي؟
- د مذاکراتو اړخونه په کومو مسایلو غږېږي؟
- د سولې پروسه د چا لهخوا پرمخ بیول کېږي؟
دا هغه اندیښنې دي چې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس مرستیال محمد یونس قانوني یې مطرح کوي.
ښاغلي قانوني د جمعې په ورځ د افغانستان د ولسي جرګې د اقتصاد د کمېسیون د رئیس سید مصطفی کاظمي د وژل کېدو د ۱۱ تلین په مناسبت په جوړې شوې غونډې کې وویل، د سولې د پروسې په اړه د افغانستان خلک په تیاره کې دي.
ده وویل، که د سولې خبرې له خلکو پټې ساتل کېږي دا نو سوله نه، بلکې په افغانستان کې د یو بحران رامنځته کول دي.
په دې اړه نور: مسکو کې د سولې په اړه غونډه د طالب استازو په ګډون پرانېستل شوهنوموړي زیاته کړه:
"سوله یوې طرحې ته ضرورت لري، د افغانستان د خلکو د تأیید وړ وي له دې امله موږ د سولې په تړاو په تیاره کې پاتې یو. موږ له هغې طرحې چې د افغانستان خلک او په تېره جهادي حوزه کې مستقیم حضور ونهلري، په پټو سترګو ملاتړ نه کوو."
ښاغلي قانوني وویل، د سولې اړوند ټول اقدامات باید د افغانستان له خلکو سره شریک شي.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې نن د جمعې په ورځ د افغانستان د سولې په اړه په مسکو کې د افغانستان د سولې د عالي شورا طالبانو او د ۱۲ هېوادونو د استازیو په ګډون ناسته جوړه ده.
په دغې ناسته کې د امریکا یو استازی هم ګډون لري.
د راپورونو له مخې د دغې ناسته په پیل کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې غواړي افغانستان د یو واحد او یو متحد هېواد په توګه پاتې وي او ټول قومونه پهکې په سوله کې ژوند وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو په هدف، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې ځینو هېوادونو ته سفرونو کړي چې افغانستان، پاکستان قطر او متحد عربي امارات شامل وو.
په دې اړه نور: خلیلزاد افغانستان، پاکستان، قطر او عرب اماراتو ته بیا سفر پیل کړید افغانستان د سولې عالي د اجرائیوي پلاوي غړی او سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وايي، د سولې د مذاکراتو اړوند ټول مسایل او اقدامات له یوې واضح طرحې سره د افغانستان له خلکو سره شریک شوي دي.
ښاغلي قاسمیار زیاته کړه:
"د سولې د پروسې مالکان موږ یو او رهبرې یې هم زموږ د خلکو ده. د سولې په عالي شورا کې موږ د خپلو خلکو غوښتنې منعکسوو. هره موافقه چې وکړو او خلک یې تأیید نهکړي او ډاډ من نهشو، هغه موافقه نه لاسلیکوو."
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، کلونه کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره هڅې کېږي، خو تر اوسه داسې مثبته نتیجه چې افغانستان ته تلپاتې سوله راولي، نهده لرلې.
راپور: خان محمد سیند