افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن دایکنډي ولایت ته سفر وکړ او یو شمېر پراختیايي پروژې يې پرانېستې.
په دې پروژو کې د دایکنډي د مرکز نیلي ښار یو سړک، سولري برښنا، د سوختوک د اوبو بند او د نیلي ښار د برښنا د انتقال شبکه شامله ده.
ارګ په یوه بیان کې ویلي دي چې ولسمشر غني په دایکنډي کې له محلي چارواکو او د ولایتي شورا له غړو سره هم وکتل.
ولسمشر ویلي دي چې د دایکنډي د مرکز نیلي ښار د بیارغونې لپاره پلان جوړېږي او د کرنې وزارت به د دایکنډي د بادامو حاصلاتو ته ځانګړې پاملرنه کوي.