افغان چارواکي وايي، په تخار ولایت کې د طالبانو په یوه برید کې لس افغان سرتیري او ۷ پولیس وژل شوي دي.
د تخار د پولیسو مشر عبد الرشید بشیر نن رسنیو ته وویل، دا برید پرون ناوخته د دې ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې شوی دی.
نوموړي ویلي دي چې د افغان ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ دې جګړه کې ۱۲نور سرتېري ژوبل شوي دي.
د تخارد پولیسو مشر وايي، وسلهوالو ته هم پهدې جګړه کې درانه تلفات اوښتي دي، خو هغه يې شمېره ښکاره نهکړه.