یو صربي او څلور کرواتان په وینس کې د قطر د شاهي کورنۍ د درې میلیونو ډالرو په ارزښت د جواهرو «ګاڼو» د غلا په تور نیول شوي دي. دا خبره پرون د کروشیا د کورنیو چارو وزارت وکړه.
دا جوهرات په وینس کې د جنورۍ په میاشت کې د یو څلور میاشتني نندارتون په وروستۍ ورځ غلا شوي وو.
د کروشیا د کورنیو چارو وزارت په وینا یو نیول شوی کروشیايي په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې د جواهرو په غلاو کې لاس لري او د غلو له بانډ سره تړاو لري چې «ګلابي پړانګان» یې بولي.
د سویس پولیس هم په ۲۰۱۱میلادي کال کې د اوو میلیونو ایرو په ارزښت د الماسو د غلا په خاطر د دې ډلې په لټه ده.
کروشیايي تورن کسان چې له ۴۳ څخه تر ۶۰ کلونو عمرونه لري، د نوومبر په اوومه نېټه پایتخت ځګریب ته نېژدې نیول شوي او پنځم صربي مشکوک بیا د صربیا سره په پوله نیول شوی دی.