له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت وايي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او نشهيي موادو توليد کم شوي دي.
د افغانستان له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت او ملګرو ملتونو سازمان له نشهيي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره یا «UNODC» به په ګډه ډېر ژر د ۲۰۱۸ میلادي کال د نشهيي موادو د کښت او تولید د څرنګوالي په اړه راپور خپور کړي.
خو پهدې برخه کې له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت لومړني معلومات ښيې چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د کوکنارو کښت او تولید کم شوی دی.
له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت د سروې رئیس نجیب الله احمدي وايي، موږ په روان میلادي کال کې په هغو شپږو ولایتونو کې د کوکنارو اړولو کمپاين وکړ چې هلته ډېر کوکنار کرل کېدل.
نوموړي زیاته کړه:
"سږ کال د کوکنارو کښت کم شوی دی، په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت شل سلنه را کم شوی او د تولید په برخه کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی. دغه ډول د کوکنارو د کښت په اړولو کې په هغو شپږو ولایتونو کې ښې لاسته راوړنې لرو چې هلته ډېر کوکنار کرل کېدل. کوم راپور چې سیګار نشر کړی دی، له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت له جوړېدلو څخه بیا تر اوسه پورې تر ۲۵۰ میلیونو ډالرو لږ مرسته لګولې ده. د کومو پیسو راپور چې سیګار ورکړی دی، ښايي دومره پيسې به لګول شوي وي، خو دا ټولې پيسې له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت سره په همغږۍ نهدي لګول شوي."
دا پهداسې حال کې ده چې په تېرو څو کلونو کې د ټول افغانستان په سلو کې ۸۵ فیصده کوکنار يوازې په هلمند ولايت کې کرل کېدل، دغه ډول په روان کال کې هم پهدې ولايت کې ډېر کوکنار کرل شوي دي، خو په دې ولايت کې روانې جګړې د کوکنارو د کښت اړولو کمپاين ټکنی کړی دی.
د افغانستان د بیارغاونې د څار امریکايي ادارې یا سیګار په تازه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېرو کلونو په پرتله څلور برابره ډېر شوی دی.
د سیګار په راپور کې راغلي چې له ۲۰۰۲ میلادي کال څخه رانيولې بيا تر اوسه پورې د امریکا متحده ایالتونو له افغانستان سره د نشهيي نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې اته اعشاریه ۸۸ میلیارډه ډالره مرسته کړې ده چې په اوسط ډول د ورځې پر سر یو اعشاریه پنځه میلیونه ډالره کېږي.
د زابل پخوانی والي او سیاسي تحلیلګر اشرف ناصري بیا له نشهيي موادو سره د مبارزې پروګرامونو ناکامي د کوکنارو د کښت او تولید د ډېروالي لامل بولي او زياتوي چې بايد له نشه يي موادو سره د مبارزې ستراتيژي په بشپړ ډول عملي شي.
دی وايي:
"لومړی دا چې موږ د نشهيي موادو د قاچاقو په مخنیوي کې ناکام و، دوهمه موضوع دا ده چې موږ بزګرو ته د بدیل کښت زمينه نه ده برابره کړې، حال دا چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په ستراتېژۍ کې لومړیتوب دا دی چې باید بزګرانو ته بدیل کښت برابر شي، په حقیقت کې دولت له نشه يي موادو سره د مبارزې د ستراتېژۍ په عملي کولو کې پاته راغلی دی."
سیګار خبرداری ورکوي چې د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو د تولید دوام په افغانستان کې ترورېزم غښتلی کوي، د مالي فساد لمن نوره هم پراخوي او افغانانو ته روغتیايي ستونزې پیدا کوي.
د سیګار ادارې رئیس د امریکا متحده ایالتونو ته وړاندیز کړی چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې بايد نورې هڅې هم وکړي، ځکه چې په افغانستان کې د نشه يي موادو موجودیت د امریکا د فعالیتونو مخه نيسي.
راپور: مرسلین ارسلا
دا راپور په غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
د ارسلا راپور