د کاسوو او صربیا ولسمشرانو په بروکسل کې سره وکتل

د کاسوو او صربیا ولسمشرانو د دواړو هېوادونو د اړیکو د عادي کېدو لپاره د اروپايي ټولنې په منځګړتوب پرون په بروکسل کې سره وکتل.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فدریکا موګیریني د صربیا د ولسمشر الکساندر ووچیچ او د کاسوو د ولسمشر هاشم تاچي ترمنځ د دې غونډې کوربنه وه او دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو اړیکې د پریستینا د هغې پریکړې له کبله چې د صربیا پر محصولاتو یې ګمرکې تعرفې وضع کړي لانجمن شوي.

د بروکسل له کتنې وروسته چې له یو ساعت څخه کم وخت یې ونیبیو، مېرمن موګیریني وویل، دوی پریکړه وکړه چې تماسونو ته به دوام ورکوي څو د پرونۍ غونډې د نتایجو ارزیابي وشي.

هغې پر دواړو خواوو غږ وکړ چې له داسې ویناوو، اقداماتو او تدابیرو ډډه وکړي چې د اړیکو د عادي کولو د روحیې مخالف وي.

وروسته له دې چې کاسوو په ۲۰۰۸ میلادي کال کې له سربیا څخه خپله خپلواکي اعلان کړه د دواړو هېوادونو اړیکې تل کړکېچن وو او که څه هم د کاسوو خپلواکي له ۱۱۰ زیاتو هېوادونو په رسمیت پېژندلې خو صربیا نه ده منلې.