امریکا: ښايي د روسیې او جرمني د ګازو پر پروژې بندیزونه ولګوو

د امریکا د انرژۍ وزیر وايي، دا امکان لا هم شته چې واشنګټن به د بالتیک بحیرې تر اوبو لاندې د روسیې او جرمني ترمنځ د طبیعي ګاز د پایپ لاین د رغونې پر پروژه بندیزونه ولګوي.

ریک پېري د پنجشنبې په ورځ له وارسا څخه د کتنې پر مهال خبریالانو ته وویل، دی داسې نښې نښانې نه ویني چې امریکا به کله هم د نارد سټریم دوه Nord Stream 2 په نوم د دې پایپ لاین ملاتړ وکړي.

مسکو د ۱۲۳۰ کیلومترو په اوږدوالي د دې پروژې د رغونې ملاتړ کوي.

متحد ایالات، پولند، د بالتیک هېوادونه او د اروپايي ټولنې ځینې هېوادونه له دې کبله اندیښنه لري چې ښايي د دې پروژې رغونه به اوکراین د ګاز د لېږد له اوسنۍ لارې وباسي او په نتیجه کې به د انرژۍ په برخه کې پر روسیې د اروپا اتکا لا زیاته شي.

د امریکا د انرژۍ وزیر وویل، بندیزونه یو هغه انتخاب دی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې یادونه کړې ده.