هاشمي: د ولسمشرۍ د انتخاباتو مهالوېش به نن یا شنبه اعلان شي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو مهالوېش به نن یا د شنبې په ورځ اعلان کړي.

د دې کمېسیون ویاند او غړی سیدحفیظ الله هاشمي له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه خبرې وکړې:

"د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د مهالوېش مسوده چمتو شوې ده. همدا چې د کمېسیون له خوا تصویب شي یا به یې نن او یا سبا د افغانستان خلکو ته رسماً اعلان کړو."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مخکې ویلي و چې د جمهوري ریاست انتخابات به د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱مه نېټه ترسره شي.

د دې کمېسیون مرستیالې وسیمې بادغیسي د تېرې جمعې په ورځ وویل چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د نوم‌لیکنې بهیر به د قوس یا لیندۍ په ۲۴ پیل او د مرغومي یا جدي تر ۹ مې نېټې پورې به دوام وکړي.