هېوادو ته د امریکا خبرداری: د ایران د تیلو ټانکرونه خپلو بندرونو ته مه پرېږدئ

د امریکا متحده ایالاتو نورو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د ایران د تیلو ټانکرونه خپلو بندرونو ته پرینه‎ږدي.

د دغه وزارت چارواکي وایي، دغه اقدام به نه یوازې د امریکا د بندیزونو سره سم دغه هېوادونه له مجازاتو سره مخامخ کړي، بلکه کیدای شي چاپیریالي ستونزې هم رامنځته شي.

امریکایي چارواکي په‎خپله د ایران له لوري داسې اقداماتو ته اشاره کوي چې د دوی په باور دغه هېواد د امریکا د نویو بندیزونو د سرغړونې هڅه کوي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داسې شواهد لري چې ښیې ایراني کښتۍ هڅه کوي د امریکا بندیزونو څخه سرغړونه وکړي.

برایان هوک وایي، د ایران هڅه دا ده چې هغه وسیلې چې د ټکرونو د مخنیوي لپاره د موقعیت معلومولو په هدف په دغه ډول ټانکرونو کې کارول کېږي، تخریب کړي؛ څو په‎دې ترتیب وکولی شي خپل مسیر پټ وساتي.

د هوک په خبره دغه تکتیک د سمندري امنیت لپاره یو ګواښ دی. دغه الې داسې جوړې شوي چې په سمندر کې د لیدو وړ وي او که دا وسیلې له کاره ولوېږي، نو یوازې د پېښو او تاوانونو د ډېرېدو لامل کیدای شي او په‎دې صورت کې د ښاغلي هوک په خبره ایراني ټانکرونه چې یوازې په‎خپله یې بیمه کړي دي او په یوه ناخوندي ډول له څو ټنه اومو تیلو سره سفرونه کوي، نو دواړه هم مالي او هم چاپیریاليستونزې رامنځته کولی شي.

برایان هوک

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي برایان هوک ویلي، په‎داسې حال کې چې د بیمې لوی شرکتونه د ایراني کښتیو د تاوان له ورکولو ووځي، نو ایران به په قوي احتمال خپلو کورنیو بیمې شرکتونو ته مخه کړي چې هغه شرکتونه به د ښاغلي هوک په خبره ونه‎شي کولی د ایراني کښتیو لپاره دغه تاوان چې میلیاردونو ډالرو ته هم رسېږي، پوره کړای شي.

وروسته له هغه چې امریکا د ایران د تیلو پر صادراتو او له دوی سره د بیمې پر شرکتونو بندیزونه ولګول، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نورو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې که هر هېواد له‎دې بندیزه سرغړونه وکړي د امریکا له‎خوا به له مجازاتو سره مخامخ شي.

په دې اړه نور: ریک پیرې: امریکا د اومه تیلو د عرضه کولو پر مسئلې غور نه کوي

برایان هوک زیاته کړه چې هېوادونه، بندرونه او خصوصي شرکتونه باید په‎دې پوه شي چې د ایران له ټانکرونو سره د ټکر په صورت کې به تاوانونه په‎خپله ورکوي.

که څه هم نوموړي هیله وښوده چې داسې کومه پېښه ونه‎شي، خو هغه یوه بېلګه یاده کړه چې په جنورۍ کې د چین په اوبو کې په یوه ورته لویه پېښه کې د ایران ټانکر شامل وو.

د امریکا متحده ایالاتو د نوومبر پر ۵مه نېټه د ایران د تیلو پر سکتور سخت بندیزونه ولګول، خو وروسته یې اتو هېوادونو ته چې د ایران د تیلو لوی پیریدونکي دي، تر شپږو میاشتو وخت ورکړ چې ورو- ورو دغه واردات صفر ته ورسوي.

چین، هند، یونان، ایټالیا، تایوان، جاپان، ترکیه او جنوبي کوریا هغه هېوادونه دي چې د واشنګټن له‎خوا مؤقت معافیت ورکړل شوی دی.