په کندهار کې د ځینو مرکزونو د رأیو د بیا شمېرنې مخنیوی شوی

په کندهار کې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون مشر وایي، یو شمېر کاندیدانو د هغو مرکزونو د رأیو د بیا شمېرنې مخنیوی کړی چې شکایتونه په کې ثبت شوي وو.

د دې کمیسیون مشر کریم الله ستانکزي نن پنجشنبه د نوومبر۸مه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې باید پرون لا دا کار شوی وای، خو یو شمېر کاندیدانو یې مخنیوی کړی دی.

ستانکزي وویل چې په کندهار کې تر ۴۰۰ زیات شکایتونه ثبت شوي او د کاندیدانو د استازو ترمخ به وڅېړل شي.

خو یو شمېر کاندیدانو ادعا کړې چې صندوقونه په ځینې سیمو کې مات شوي، سپینې پاڼې صندقونو ته اچول شوي یا د رأیو صندقونه ورک شوي او د دوی د غولولو هڅې روانې دي.

د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د ولسي جرګې انتخابات د میزان په ۲۸مه نېټه وشول خو په کندهار کې د امنیتي ستونزو له امله یوه اوونۍ وځنډېدل.

په غزني کې د ټاکنو برخلیک لا هم نه دی جوت شوی.