د انتخاباتو کمېسیون به د دواړو انتخاباتو له مدیریته بریالی را ووځي؟

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رایه زما حق» خپرونو د دې اوونۍ بحث د ولسي جرګې د رأیو شمېرلو څرنګوالی او د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د چمتوالي لپاره ځانګړی شوی دی.

په داسې حال کې چې تر اوسه هم د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې نه‌دي اعلان شوي، د انتخاباتو کمېسیون وايي، دوی د جمهوري ریاست انتخاباتو ته چمتوالی نیسي.

ایا دغه کمېسیون به وتوانېږي چې د دواړو انتخاباتو له مدیریت څخه بریالی را ووځي؟

په همدې پروګرام کې یاده موضوع څېړل شوې ده.

دغه بحث د ازادي راډیو خبریال رحمت الله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

زما رایه زما حق