د افغانستان د کرنې او مالدراۍ وزارت وايي، په دایکنډي ولایت کې يې د ګل خانهيي سیسټم څخه د زعفرانو لومړی حاصل تر لاسه کړ.
د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، د کرنې وزارت د زعفرانو کښت د ترویج او پراختیا په خاطر په سړو ولایتونو لکه کابل، دایکنډي او بامیانو کې د ګل خانهيي سیسټم رامنځته کړی چې تراوسه يې په دایکنډي او بامیان ولایتونو کې ښه نتیجه ورکړې ده.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو پربنسټ تېرکال په هېواد کې لس اعشاریه شپږ ټنه زعفران تولید شوي چې له ۲۵ میلیونو ډالرو ډېر عاید ترې ترلاسه شوی دی.