د هرات صنعت کاران: د ټاپ ۵۰۰ پروژې هوکړه لیک مهم پرمختګ دی

د هرات د صنعت کارانو ټولنه د ټاپ ۵۰۰ پروژې هوکړه لیک یو مهم پرمختګ یادوي او هرکلی یې کوي.

د یادې ټولنې رئیس حمیدالله خادم نن ازادي راډيو ته وویل، د هرات ولایت صنعت کاران تمه لري چې دا پروژه به د دوی د برښنا د کمبود ستونزه کابو کړي.

دی وايي، دا وخت په هرات کې ۳۲۰ فابرېکې فعاله دي چې اساسي ستونزه يې د برښنا کمښت دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاپ ۵۰۰ برښنا د لېږد پروژې تړون تېره ورځ د افغانستان د اوبو او انرژی د وزارت او ترکي شرکت هولډېنګ تر منځ لاسلیک شو.

د دغې پروژې ټول ارزښت یو اعشاریه شپږ میلیارده ډالره ښودل شوی.

دا اندازه برښنا په ترکمنستان کې د ګازو د طبیعي سرچینو څخه تولیدیږي چې وروسته بیا هرات له هغه ځایه کندهار او بیا کوټې ته غځېږي.