پاکستان د پیسو له نړیوال وجهي صندوق «IMF» څخه د پور لپاره خبرې پیل کړي دي.
د دې مالي موسسې لهخوا د درې کلونو په مخه احتمالي اقتصادي مرستې به له پاکستان سره مرسته وکړي چې خپلې اقتصادې ستونزې هوارې کړي.
د پاکستان د مالیې وزارت ویاند نور احمد د چهارشنبې په ورځ وویل چې پاکستان تمه کوي چې له «IMF» څخه درې کلنه مالي مرسته ترلاسه کړي.
د دې ادارې یو پلاوی هم پرون اسلام آباد ته رسیدلی دی.
د پاکستان د ماليې وزیر اسد عمر وویل چې د چین او سعودي عربستان په مرسته د دې هېواد د لګښتونو د پریکولو عاجله ستونزه هواره شوې ده.
پاکستان د روان مالي کال لپاره ۱۲ میلیارډ ډالره د بودجې کسر لري چې خپل لګښتونه پوره کړي.
عمر د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې سعودي او چین هر یوه ورسره د ۶ میلیارډ ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده.