د امنسټي انټرنشنل اندیښنه: سعودي ښايي ۱۲ شیعه بندیان اعدام کړي

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنشنل په دې اړه چې په سعودي کې ۱۲ شیعه بندیان ښایي ډېر ژر اعدام شي، اندیښنه څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې دغه بندیان یوه محرم امنیتي ارګان ته چې مستقیماً د سعودي پاچا ته راپور ورکوي، لېږدول شوي دي.

امنسټي انټرنشل ویلي، دغه ۱۲ بندیان چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ایران ته د جاسوۍ په تور په اعدام محکوم شوي، د دولتي امنیت ریاست ته لېږدول شوي دي.

د سعودي عربستان چارواکو تراوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

وروسته له هغې چې تېره میاشت د سعودي خبریال جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي په کنسولګرۍ کې په قتل ورسېد، د ریاض د بشري حقوقو سابقې ته د نړیوالو زیات پام اوښتی.

سعودي عربستان د ۲۰۱۶ میلادي کال په جنوري کې وتلی شیعه مشر شیخ نمر باقر النمر چې د السعود شاهي کورنۍ یو تر ټولو سخت منتقد و او د دې هېواد په ختیځه برخه کې یې چې ډېر شیعه ګان اوسي، څو ځلي پراخې مظاهرې تنظیم کړې وې، اعدام کړی و.

سعودي عربستان کې چې نظام یې شاهي مطلقه دی، سیاسي ګوندونه منع او په عام محضر کې مظاهرو ته اجازه نه ورکول کېږي.