پولنډ: پوځي تمرینونو کې د ناټو ۱۷نیم زره پوځیانو ګډون کړی

د پولنډ دفاع وزارت اعلان وکړ چې په هغو ګډو پوځي تمرینونو کې چې په پولنډ او بالتیک کې پرون پیل شول د ناټو د لسو غړو هېوادونو ۱۷ نیم زره پوځیانو ګډون کړی دی.

دغه وزارت وویل چې د اناکوندا په نوم دا تر ټول لوی پوځي تمرینونه دي چې د دې هېواد ۱۲ نیم زره او د ناټو د نورو غړیو پنځه زره پوځیان د بالتیک د بحیرې د غاړې په درې هېوادونو، استونیا، لاتوایا او لیتوانیا کې په‌کې ګډون کړی دی.

دفاع وزارت ویلي چې په دغو تمرینونو کې جزوتامونو ته روزنه ورکول چې په څه ډول له یو بل سره همکاري وکړي.

د دغو تمرینونو په ترڅ کې به چې د نوومبر تر ۱۶مې نېټې دوام کوي، په بالتیک بحیره کې بحري مانورونه هم ترسره کېږي.

وروسته له هغې چې په ۲۰۱۴ میلادي کال روسیې د کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه، پولنډ، د بالتیک درې او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو خپل امنیت ته ډېرې اندیښنې څرګندې کړي دي.

ناټو په دې وروستیو کې د دغو څلورو هېوادونو چې له روسیې سره پولې لري، په ختیځو سیمو کې خپل حضور پیاوړی کړی دی.