د کابل د پولېتخنیک د پوهنتون د جیولوژي او کانونو د پوهنځي یو شمېر استادان په دې وروستیو کې جرمني او د چک جمهوریت پوهنتونونو ته وربلل شوي وو چې په یوه لنډ علمي پروګرام کې د هغو مضامېنو په اړه نوې زده کړې ترلاسه کړي چې د پوليتخنیک په تدریسي نظام کې نوي شامل شوي او دوی یې محصلینو ته تدریس کوي.
د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري له یو شمېر دغو استادانو سره د ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې په یوه ګردي مېز کې د دغه پروګرام په پولېتخنیک کې د تدریس د څرنګوالي، د جیولوژي او کانونو لپاره د مسلکي کادرونو د روزنې او اړوندو ځینو نورو مسایلو بحث کړی دی.
دا بحث د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5