اسیه بي بي د پاکستان د ملتان له زندانه خوشې شوې

اسیه بي بي

پاکستانۍ عیسوۍ اسیه بي بي چې تېره اوونۍ د پاکستان سترې محکمې مقدساتو ته د سپکاوي په جرم د هغې د اعدام حکم لغوه کړی و، د ملتان د ښار له زندانه خوشې شوې او یوه امن ځای ته انتقال شوې ده.

دا خبره د هغې مدافعې وکیل او د اروپایي پارلمان مشر کړې ده.

د اروپایي پارلمان مشر انتونیو تجاني پرون په ټویټر کې د دغه اقدام په خاطر له پاکستاني چارواکو مننه وکړه او هیله یې وښوده چې ډېر ژر به له هغې او کورنۍ سره یې په اروپایي پارلمان کې وګوري.

بي بي سي، د اسیه بي بي د مدافع وکیل سیف الملوک له قوله ویلي چې هغه له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه وتلې خو دا یې نه‌ده څرګنده کړې چې دوی چېرته تللي دي.

له پاکستانه د اسیه بي بي د وتلو خبر داسې مهال خپرېږي چې سخت دریځې اسلامپالې لبیک یا رسوالله ډلې د یوه توافق له مخې چې هغه به د پاکستان له خاورې نه وځي، د نوومبر په درېیمه پراخې مظاهرې چې د سترې محکمې د پریکړې په وړاندې یې پیل کړې وې، پای ته ورسولې.

د پاکستان د مذهبي چارو وزارت تېره اوونۍ ویلي چې اسیه بي بي تر هغو بهر ته د سفر کولو اجازه نه‌لري چې سترې محکمې کې د دې دوسیه بشپړه شوې نه‌وي.

اسیه بي بي وروسته له هغې چې په ۲۰۱۰ میلادي کال یوې محکمې مقدساتو ته د سپکاوي په تور په اعدام محکومه کړه، اته کاله په زندان کې ساتل کېده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل نن رسنیو ته هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې اسیه بي بي له دې هېواده وتلې ده.