پسکوف: روسیه د فونیلس بزنس شرکت د رئیس د لور په اړه څېړنه کوي

ډمټري پسکوف

د روسیې حکومت وایي، د رسنیو د هغو ادعاوو څېړنه کوي چې په‌کې ویل شوي دي چې د روسیې د «فونیلس بزنس» په نوم د توغندیو د جوړېدو د دولتي شرکت د رئیس لور په یوه بل شرکت کې اسهام لري.

د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دمتری پسکوف پرون خبریالانو ته وویل، حکومت له دې راپورونو خبر دی او د قانون د پلي کېدو ادارې به یې تحقیق وکړي.

نوویا ګزیته خپلواکې ورځپاڼې پرون راپور ورکړ چې د فونیلس بزنس دولتي شرکت د رئیس لور ۲۹ کلنه الګا زوریکووا په «ټي.ار.وي» انجنیري شرکت کې شل په سلو کې اسهام لري.

د «ټي.ار.وي» شرکت په تېرو پنځو کلونو کې د یو نوي میلیونه ډالرو په ارزښت له فونیلس بزنس شرکت سره تړونونه لاسلیک کړي دي.

د نوویا ګزیته ورځپاڼې په باور د دې شرکت رئیس بوریس ابنوسوف له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ډېر ګوري او هغه ته د نوېو وسلو په برخه کې مشورې ورکوي.