کیریل سربرنیکوف چې د ټیاټر او سینما یو روسی ډایرکټر دی، په مسکو کې د اختلاس په تور محاکمه کېږي.
که پر نوموړي دا تور ثابت شي، په لس کاله حبس به محکوم شي، خو دی وایي دا محاکمه بې اساسه او نامعقوله ده.
د سربرنیکوف او درېیو نورو کسانو چې د اومې ستډیو په قضیه کې ښکېل بلل شوي، محاکمه تر دوو اونیو ځنډ وروسته نن پیل شوه.
نوموړي محکمې ته ویلي چې هېڅ ګناه نه لري.
د دې تور په اړه چې نوموړي ګواکې یوه جنایتکاره ډله رامنځته کړې، سربرنیکوف وویل هېڅکله یې له هېچا غلا نه ده کړې، اختلاس یې نه دی کړی او د ټیاټر له ډلې پرته یې بله کومه ډله نه ده جوړه کړې.
د سربرنیکوف نیول کېدو د روسیې کلتوري ټولنه مایوسه او لویدیځ هېوادونو یې قهرولي دي او داسې تورونه یې راپارولي چې ګواکې روسي چارواکي د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین مخالف فرهنګیان په نښه کوي.