د امریکا متحده ایالاتو د پرونیو انتخاباتو لومړني نتایج ښیي چې ډموکراتانو د استازو جرګې اکثریت څوکۍ ترلاسه کړې دي او جمهوري غوښتونکو په سنا مجلس کې خپل اکثریت ساتلی دی.
رسنیو راپور ورکړی چې ډموکراتانو د استازو جرګې د کنټرول لپاره د اړتیا وړ ۲۳ څوکۍ خپلې کړې دي.
پهدغې جرګه کې د جمهوري غوښتونکو د واک له ختمېدو سره دا امکان شته چې ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ په پاتې دوو کلونو کې تر ډېر فشار لاندې راشي.
ډموکراتان به د ولسمشر اجرائیه صلاحیت ډېر ژر تر کنټرول لاندې راولي.
امکان لري هغوی د ځینو قوانینو د منظورۍ مخه ونیسي او د ۲۰۱۶ میلادي کال انتخاباتو کې د روسي چارواکو او د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاینرانو ترمنځ د اړیکو تورونه تعقیب کړي.
پهدې برخه کې د ولسمشر ټرمپ د استجواب لپاره به په استازو جرګې کې د ساده اکثریت غوښتنه کافي وي.