د کندهار چارواکي: په ميوند ولسوالۍ کې عملياتو ۱۷ وسله‌وال وژلي

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو په عملياتو کې ۱۷ وسله‌وال وژل شوي دي.

عمليات د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د نړیوالو په مرسته تېره شپه د ميوند ولسوالۍ د بند تمور په سيمه کې ترسره کړي دي.

جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عيسي وایي چې دغه عمليات‌یې د کمانډو ځواکونو د کشفي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي چې په‌کې ۱۷ وسله‌وال وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي.

عيسي وویل چې په ترسره شویو عملياتو کې د وسله‌والو مختلفي وسلې، چاودېدونکي توکي او ۱۴ موټرسايکلونه هم د امنیتي ځواکونو له‌خوا له‌منځه وړل شوي.

طالب وسله‌والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.