د سوداګرۍ او صنایع خونه د چابهار په اړه د امریکا د پرېکړې هرکلی کوي

چابهار بندر

وروسته له هغې چې د چابهار بندر او افغانستان ته د اورګاډي د پټلۍ غځول د امریکا له لوري پر ایران د بندیزونو له لېسته مستثنی اعلان شول د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې چارواکي وايي، دا مسئله د افغانستان د سوداګرۍ په وده او پراختیا کې مهمه ونډه لري.

د دغه خونې د نړیوالو اړیکو رئیس اذرخش حافظي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۶» ازادي راډيو ته وویل، د اورګاډي د پټلۍ غځول به د اقتصاد په برخه کې د افغانستان ستونزه تر یوه حده هواره کړي.

ښاغلي حافظي وویل، دا یو پر ځای او د افغانانو په ګټه ګام دی.

اذرخش حافظي

ښاغلي حافظي زیاته کړه:

"د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه له هر هغه ګامه هرکلی کوي چې د افغانستان په ګټه وي، امریکا په‎دې پوهېږي چې افغانستان د یو متحد ستراتېژیک په توګه په داسې یو حال کې دی چې په دغه هېواد کې نیابتي جګړه روانه ده او په همدې دلیل هغوی غواړي چې له دې برخې څخه د افغانستان او ایران اړیکې ستونزو سره مخ کړي او دا د قدر وړ مسئله ده."

په دې اړه نور:

حافظي: د چابهار په اړه د امریکا پرېکړه د افغانانو په ګټه ده

نوموړي وویل، چابهار بندر د سوداګرۍ په ځانګړي ډول هندوستان ته د معدني موادو د لېږد رالېږد لپاره د پام وړ اهمیت لري.

دا په‎داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په ایران کې د هند پرمختیایي پروژه د چابهار بندر په ایران د بندیزونه نه مستثنی اعلان کړی دی چې له امله‌يې د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته وشي.

په دې اړه نور:

امریکا د چابهار بندر له بندیزونو استثنا کړ

د چابهار بندر نه تر افغانستان پورې د اورګاډي د پټلۍ غځول به هم د بندیزونو نه مستثنی وي چې افغانستان ته پرې د خوراکي موادو او درملو لېږل ممکنوي.

د امریکا متحده ایالاتو د نومبر په پنځمه نېټه پر ایران نوي بندیزونه اعلان کړل.

د چابهار بندر پروژه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغانستان، ایران او هند له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه چې د افغانستان د ټرانزیت لپاره یوه مهمه پروژه ده.

تر دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه نږدې ۱ عشاریه دوه میلیارده ډالرو ته رسېږي.

که څه هم د اقتصادي چارو کارپوه خان زمان مدبر د امریکا دغه ګام ستایي، خو وايي که د دې پلان عملي کېدو لپاره یوه قوي سیاسي اراده موجوده وي د افغانستان پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز کوي.

نوموړی وايي:

"که دغه څرګندونې عملي بڼه ولري او د یو شعار تر کچې نه‌وي او څه چې ویل کېږي عملي شي او هغوی یوه قوي سیاسي اراده ولري، موږ ډاډه یو چې دا به د افغانستان پر اقتصادي وضعیت د پام وړ مثبت تأثیرات ولري."

ښاغلی مدبر وايي، د چابهار بندر له پراختیا سره به د افغانستان اقتصاد او د ټرانزیت پراختیا لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او افغانستان ته به د صادراتو زمینه هم برابره کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ​