د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ۱۲ ولایتونو د هغو مرکزونو رأیې به بیا شمېرل کېږي چې د نتایجو په پاڼو کې يې قلمي لاسوهنه شوې وي او یا د انتخاباتو په ورځ له دغو مرکزونو د شکایتونو راپورونه ور رسېدلي وي.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۶» ازادي راډیو ته وویل، دغه پرېکړه د ولسي جرګې د انتخاباتو په پایلو کې د شفافیت په هدف د شکایتونو کمېسیون په غوښتنه شوې ده.
نوموړی وايي:
"په ۱۲ ولایتونو چې په هغه کې بغلان ۵۶، د غور ۲، بدخشان ۶۰، کاپیسا ۷، پکتیکا ۶۱، زابل ۲، هلمند ۹، نمیروز ۳، وردګ ۴۶ او بامیان ۵۲ مرکزونه شامل دي او پنجشیر ټوله حوزه کې رأیې به د انتخاباتو کمېسیون له سره شماري."
دا پهداسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د میزان د ۲۸مې او ۲۹مې او دغهشان د عقرب د ۵مې په انتخاباتو کې د بایو مټریک سیستم او د نوملړ په اړه زیات شکایتونه موجود وو.
په دې اړه نور: د انتخاباتو کمېسیون: د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر وړاندې کوم لوی خنډ نهشتهد انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې له ولایتونو نه د انتخاباتو ټول حساس مواد مرکز کابل ته رسېدلي او د رأیو د ډلبندۍ په مرکز کې تر اوسه سل زره رأیې جمع او ثبت شوي دي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې د قوس میاشتې په دوهمه نېټه به له کابل پرته د ټولو ولایتونو د انتخاباتو ابتدايي نتایج اعلانوي او د همدې میاشتې په ۱۰مه به د کابل لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وايي، په ځینو مرکزونو کې د محافظتي کڅورو پر ځای روزنیزې کڅوړې ډکې شوي چې د مرکزونو د نتایجو شفافیتیې ستونزو سره مخ کړي.
د دغه بنسټ ویاندې مروه امیني ازادي راډیو ته وویل، د کمېسیون لهخوا د مشکوکو رأیو بیا څېړنه د انتخاباتو د نتایجو په شفافیت ښه اغېز کولای شي او دا یو نېک اقدام دی.
نوموړې زیاته کړه:.
"دا یوه ښه خبر ده هر څومره چې ولایتونه ژر خلاصېږي، نتایج به هم ژر اعلانېږي او موږ به ولسمشریزو انتخاباتو ته ښه چمتووالی نیسو او خلک به له ستونزو سره نه مخ کېږي."
اغلې مروه زیاتوي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید له ژمنې سره سم د ولسي جرګې نتایج اعلان کړي، څو د جمهوري ریاست انتخاباتو ته لاره هواره شي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا زیاتوي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې هغه ستونزې تکرار نهکړي چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې موجودې وې.
راپور: رحمتالله افغان