د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې چارواکي د امریکا له هغې پرېکړې هرکلی کوي چې ویلي يې دي، د چابهار بندر په ایران د بندیزونو نه مستثنا ده.
د دغه خونې د نړیوالو اړیکو رئیس اذرخش حافظي نن ازادي راډيو ته وویل چې دا اقدام پر ځای او د افغانانو په ګټه دی.
د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پامپیو دغه اعلان په داسې وخت کې کړی دی چې په ایران د امریکا بندیزونه پلي شوي دي.
د چابهار بندر نه د افغانستان پورې د اورګاډي لیکه غځول به هم د بندیزونو نه مستثنا وي چې افغانستان ته پرې د خوراکي موادو او درملو لېږد ترسره کېږي.