اردوغان: د امریکا بندیزونه د نړۍ د توازن د له‌منځه وړلو لپاره کېږي

رجب طیب اردوغان

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وايي، کله چې له شپږو میاشتو وروسته د امریکا متحده ایالاتو معافیتونه ختم شي ترکیه به له ایرانه د تېلو او ټرانسپورتي صنایعو بندیزونه په پام کې ونه‌نیسي.

اردوغان د سې شنبې په ورځ په انقره کې خبریالانو ته وویل چې دا کارونه د نړۍ د توازن د له‌منځه وړلو لپاره کېږي او دا چې نه‌غواړي په امپریالیستي نړۍ کې ژوند وکړي.

واشنګټن د دوشنبې په ورځ په ایران بندیزونه له سره پیل کړل.

امریکا په مې میاشت کې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړون ووت.

ترکیه چې د ایران د تېلو یو لوی واردوونکی دی، د هغو هېوادونو په ډله کې راغلی چې امریکا یو څه وخت ورکړی څو له ایرانه د تېلو اخیستل صفر ته ورسوي.