ملګرو ملتونو هغه ادعا رد کړې چې ګوندې هغه پاکستانی مدافع وکیلیې له پاکستانه وتلو ته مجبور کړی چا چې دغلته مقدساتو په سپکاوي د تورنې عیسوۍ مېرمنې اسیه بي بي بریالی وکلالت کړی و.
د اسیه بي بي مدافع وکیل سیفالملوک وروسته له هغې چې په پاکستان کې یې د مؤکلې د خوشې کولو خلاف سخت دریځو اسلامپالو ډلو پراخ اعتراضونه پیل کړل، هالنډ ته ولاړ.
دا اعتراضونه وروسته له هغې راپورته شول چې د پاکستان سترې محکمې اسیه بي بي چې ابتدايي محکمې مقدساتو ته د سپکاوي په تور په مرګ محکومه کړې وه بېګناه وبلله.
سیفالملوک په هاګ کې خبریالانو ته وویل:
"ملګرو ملتونو او په اسلاماباد کې د اروپايي هېوادونو سفیرانو د اعتراضونو پر مهال د درې ورځو لپاره وساتلم او وروستهیې زما د خوښې خلاف الوتکه کې واچولم."
خو د ملګرو ملتونو ویاندې اِیر کانیکو د سې شنبې په ورځ وویل:
"په پاکستان کې ملګرو ملتونو د ښاغلي ملوک په غوښتنه له نوموړي سره همکاري کړې، خو هغهیې نهدی اړ کړی چې د ده د خوښې خلاف هېواد پرېږدي."
د پاکستان حکومت د اسیه بي بي له خوشې کېدو وروسته د سخت دریځو اسلامپالو د اعتراضونو د ختمولو لپاره د تحریک لبیک پاکستان له ډلې سره یو جوړجاړی وکړ چې له مخې بهیې حکومت تر هغې اسیه بي بي له هېواده بهر نهپرېږدي، څو چې د سترې محکمې پر شوې پرېکړې بیا غور نهوي شوی.
د حکومت پر دې جوړجاړي د لوېدیځو هېوادونو او د بشري حقونو د ډلو لهخوا انتقادونه شوي.