د کډوالو په اړه نن د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ مذاکرات پیلېږي

ټاکل شوې چې نن به د پاکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو د مخنیوي لپاره د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ مذاکرات پیل شي.

په اسلام‎اباد کې په‎دې بحثونو کې هڅه کېږي څو په پاکستان کې تر یو میلیون څخه د زیاتو افغان کډوالو د ستونزې د دایمي حل لارې چارې ولټول شي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام‌الدین جرأت ازادي راډیو ته وویل، د یو شمېر افغانانو له‎خوا د پاکستان د تابعیت د ترلاسه کولو بحث په دې غونډه کې نه‎کېږي.

تر دې مخکې د پاکستان صدراعظم عمران خان د سپټمبر په میاشت کې ویلي و، غواړي یو شمېر هغو افغانانو چې بچیان‌یې په پاکستان کې د مهاجرت پر مهال زېږېدلي او لوی شوي وي د پاکستان تابعیت ورکړي.

دا مهال په پاکستان کې تر دوه نیمو میلیونو زیات افغان کډوال اوسېږي چې تر یو میلیون زیات‌یې په‎دې هېواد کې د استوګنې قانوني اسناد نه‎لري.

د اسلام‎اباد نننۍ خبرې اترې به تر ډېره د همدې افغان کډوالو د برخلیک په اړه وي چې اسناد نه‎لري.