پوتين ښايي په پاریس کې د نوومبر په ۱۱مه سره وویني

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او کريملین دواړه وايي، ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين ښايي په پاریس کې د نوومبر په یوولسمه سره وویني.

د پوتين يوه لوړپوړي مرستيال تېره مياشت ويلي و چې لومړی د ټرمپ او پوتین ترمنځ د يوې غونډې په اړه موافقه شوې وه.

دوی به په پاریس کې د لومړۍ نړيوالې جګړې د پای ته رسېدو په سلمه کليزه کې ګډون کوي، خو ټرمپ د دوشنبې په ورځ د نوومبر په پنځمه نېټه وویل چې دی ښايي له پوتين سره ونه ویني.

د کریملین وياند ډمیټري پیسکوف نن د سې شنبې په ورځ وويل چې په پاریس کې د غونډې له کبله ښايي دوی ونه‌کړای شي له يو بل سره وویني خو ده وويل چې دوی ښايي هلته سره وویني او د تفصيلي غونډې په اړه پرېکړه سره وکړي.