مېرمن ولز کابل ته تر سفر وروسته اسلام‌اباد ته تللې

د جنوبي اسیا د چارو په برخه کې د امريکا د بهرنیو چارو وزارت مرستياله الېس ولز اسلام‌اباد ته تللې او له پاکستاني چارواکو سره به پر سيمه‌يیزو موضوعاتو خبرې وکړي.

مېرمن ولز کابل ته تر سفر وروسته اسلام‌اباد ته تللې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستيالې کابل ته د سفر پر مهال له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو لوړپوړو افغان چارواکو سره تر ليدو وروسته اسلام‌اباد ته تللې او ويل کېږي د افغانستان او پاکستان د اړيکو او د افغانستان په ثبات کې د اسلام‌اباد د رول په اړه به خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند محمد فیصل پر ټويټرپاڼه ليکلي چې مېرمن ولز د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو او همداراز د ماليې له وزير سره ويني.

د فیصل په وينا، پاکستان ته د الېس ولز د سفر هدف په واشنګټن کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قريشي او د ده د امريکايي سيال مایک پامپيو د خبرو په دوام د دوه اړخيزو اړيکو پياوړي کول دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند په وينا د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې به د امريکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون هم ګډون کوي او همداراز به د افغانستان اړوند مسايلو په اړه هم خبرې کېږي.