ټاکل شوې چې نن د امریکا د کانګرس د دواړو خونو لپاره منځمهالي انتخابات ترسره شي.
په دې انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکي او ډموکراتان هڅه کوي چې د استازو په جرګه او سنا کې اکثریت ترلاسه کړي.
رأی ورکوونکي به د استازو جرګې د ټولو ۴۳۵ او د مشرانو جرګې له سلو د ۳۳ غړو د غوره کولو لپاره رأیې ورکړي.
د دې رأیو نتیجه به د ولسمشر ډونالد ټرمپ د پاتې دوو کلونو د دورې تګلاره هم روښانه کړي.
جمهوري غوښتونکی ګوند دا مهال د استازو په جرګه کې د ۲۳ څوکیو او په مشرانو جرګه یا سنا کې د یوې څوکۍ په توپیر اکثریت لري، خو د نظرپوښتنو له مخې، اټکل کېږي چې ډموکراتان ښايي لږ تر لږه د استازو په جرګه کې اکثریت ترلاسه کړي.
د متحده ایالاتو په منځمهالو انتخاباتو کې اکثره کم رأی ورکوونکي ګډون کوي، خو په ځینو راپورونو کې ویل کېږي چې په ځینو ایالتونو کې د رأی ورکولو د مرکزونو له پرانیستو مخکې په بېساري شمېر خلکو مخکې له مخکې خپلې رأیې کارولې دي.