مرستندویو ډلو د دوشنبې په ورځ وویل چې د یمن د بندري ښار حدیدې په جنوبي لمنو کې زرګونه ملکي وګړي بند پاتې دي.
دغه خبر په داسې وخت کې ورکول کېږي چې د سعوي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو چې د حوثي یاغیانو پر ضد جګړه مخ ته وړي، د جګړو لمن د حدیدې ښار ته غځولې ده.
د ناروې د کډوالو شورا وویل چې وروستۍ څلور ورځې د ولسي وګړو لپاره ډېرې سختې ورځې وې.
د دغې شورا په وینا، هوایي بریدونه زیات شوي چې خلکیې ډېر وارخطا کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې هم په سیمه کې د ماشومانو د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د راپورونو له مخې، ائتلافي ځواکونو په وروستیو ورځو کې زرګونه ځواکونه د حدیدې پر مرکز د حملې لپاره ځای پر ځای کړي دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې که پر حدیدې ښار چې په سلو کې اتیا خوراکي او د اړتیا وړ نور مواد ورڅخه یمن ته واردېږي، حمله وشي، نو ورسره به د لوږې خطر لازیات شي.