نن د افغانستان او چین ترمنځ نوی هوایي دهلېز پرانيستل کېږي

ټاکل شوې چې د افغانستان او چین ترمنځ نوی هوایي دهلېز نن سې شنبه پرانيستل شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر اشرف غني به هم د دغه هوایي دهلېز د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون وکړي.

مرتضوي د دغه هوايي دهلېز په اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو له دې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادي راډیو ته ویلي وو چې د دغه هوایي دهلېز له لارې به د افغانستان جلغوزې چین او نورو هېوادونو ته صادرېږي.

د افغانستان د حکومت له‏خوا له نړۍ سره د سوداګرۍ د پراختیا د هڅو په ترڅ کې په تېر میزان میاشت کې له اروپایي هېوادونو سره هم یو هوایي دهلېز پرانيستل شوی و.