د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو د مخالفت له امله د هېواد په جنوبي سيمو کې چې د ګوزڼ زياتې پېښې لري، ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه رسېږي.
د دوشنبې په ورځ د هېواد په ۱۸ ولايتونو او ۱۸۰ ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسينو کمپاين پېل شو.
په دغه کمپاين کې به شااوخوا پنځه میليونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين څاڅکي ورکول شي.
په دې کمپاين کې به د جنوبي ولایتونو، کندهار، هلمند او ارزګان کې چې طالبانو په کې د ګوزڼ ضد واکسينو په عملي کولو محدوديت لګولی، تر ټولو زيات ماشومان بې برخې شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پوليو د پروګرام مشر هدايت الله ستانګزي په کندهار کې د ګوزڼ ضد واکسين د کمپاين د پيل پر مهال رسنیو ته وویل چې د طالبانو د مخالفت له امله به په دې کمپاين کې يو ميليون ماشومان له ګوزڼ ضد واکسينه بې برخې شي.
خو نوموړی وایي، د پوليو د ويروس د له منځه وړلو په نوې جوړېدونکې ستراتيژۍ کې به د دوی ګرځنډه ټیمونه زيات او تر جوماتونو پورې به هم ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين رسول کېږي.
دی وایي:
"متاسفانه، د جنوبي حوزې عمده چالش همدا دی، په یو تعداد زیاتو ولسوالیو کې د مخالفینو له خوا بندیز لګېدلی، هغوی زموږ همکارانو ته اجازه نه ورکوي چې کور په کور واکسین طبیق کړي چې د دې بندیز له امله موږ د افغانستان شااخوا یو میلیون ماشومانو ته نشو رسېدلای."
په عین وخت کې د کندهار ولایتي چارواکي بيا د دغې روغتيایي ستونزې د له منځه وړلو په برخه کې له نړيوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.
د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب له مرسته کوونکو ادارو وغوښتل چې د پولیو د پېښو د مخنيوي لپاره دې امکانات او وسایل زیات کړي.
نوموړي وویل:
"هغه موسیسات چې په دغه برخه کې همکاري کوي، زموږ سپارښتنه او غوښتنه ورڅخه دا ده چې په دې برخه کې امکانات زیات کړي، په صحي برخه کې زموږ امکانات کم دي او موږ نشو کولای چې ټولو ماشومانو ته رسېدنه وکړو."
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د تېرو څو مياشتو راهيسې د کندهار، هلمند او ارزګان په ځينو ولسوالیو کې کور په کور د ګوزڼ ضد واکسينو پر عملي کولو بنديز لګولی او سپارښتنه یې کړې چې دغه واکسين دې جومات په جومات عملي شي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د قومي مخورو په مرسته یې د ستونزې د هواري هڅې پيل کړي دي.
د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۸ میلادي کال له پیله په هلمند، کندهار، ارزګان، کونړ، نورستان او ننګرهار کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۹ پېښې يې یوازې په کندهار کې دي.
که څه هم په نړۍ کې د پولیو وایروس له منځه وړل شوی، خو افغانستان، پاکستان او نایجیریا هغه درې هېوادونه دي چې اوس هم پکې دغه وایروس د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
راپور: صادق رښتینی