افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د افغانستان په اړه د جینوا د راتلونکي کنفرانس په اړه یې ښه چمتووالی نیولی او هیله مند دی چې دا به د افغانستان په اړه یو مؤثر کنفرانس وي.
ټاکل شوې چې د وزیرانو په سطحه د روانې عیسوۍ میاشتې په ۲۷ مه او ۲۸ مه په جینوا کې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې یو کنفرانس جوړ شي.
ښاغلي عبدالله نن د وزیرانو شورا تر غونډې مخکې په دې اړه د افغان حکومت د چمتووالي یادونه وکړه.
ده وویل:
"هیله مند یوو چې که خدای کول، د پېشبینیو سره سم به دا کنفرانس سولې ته د رسېدو او د افغانستان د خلکو د اهدافو او لومړیتوبونو د عملي کېدو په اړه د افغانستان او نړیوالې ټولنې د متقابلو ژمنو یو موثر کنفرانس و اوسي."
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو تېره اوونۍ په کابل کې وویل، دا کنفرانس به د سولې لپاره د افغان حکومت د هڅو د ارزونې یو ښه فرصت وي.