د افغانستان د ملي اردو چارواکي وايي، په زابل کې یې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات کړي چې لږ تر لږه لس وسله وال یې وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي.
په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قل اردو ویاند تورن احمد صادق عیسی وايي، عملیات ددې قل اردو د لومړۍ پلې لوا ځواکونو د زابل د ارغنداب ولسوالۍ د لغړ بابا په سیمه کې کړي دي چې ۲۴ ساعته یې دوام کړی.
ښاغلي عیسی د ملي اردو ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.