د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال نجونې څنګه خپل نظافت وساتي؟

د نیمې نړۍ په دې خپرونه کې په دې غږېږو چې نجونې څنګه کولای شي چې د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال خپلې پاکۍ او نظافت ته پاملرنه وکړي او که چېرې په دې وخت کې دوی ناغېړي کوي، له کومو ستونزو سره مخ کېدای شي.

دا چې د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال د نجونو پاکۍ او نظافت لپاره باید کوم ټکي په پام کې ونیول شي؟

په دې وخت کې د شدید درد علتونه څه دي؟

که چېرې مخکې له مخکې نجونو ته د حیض د دورې په اړه معلومات ورنه‌کړل شي، روحي او رواني اغېزې یې کومې دي؟

دا او دې ته ورته نورې پوښتنې به مو د نیمې نړۍ په دې خپرونه کې ځواب شي.

د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ

جوړوونکې: فرشته غني