د پاکستان د علماوو شورا وروستۍ څرګندونې د افغانستان د ولسي جرګې له تُندو غبرګونونو سره مخ شوي.
ولسي جرګې د پاکستان د عالماوو شورا د مشر وروستۍ څرګندونې چې ویلي، د مولانا سمیعالحق له وژلو وروسته په افغانستان کې جګړه پای ته نهرسېږي او لا پراخېږي غیر مسؤلانه وبللې.
د دغې جرګې غړي د هېواد له علماوو وغوښتل، څو په دې تړاو خپل دریځ روښانه کړي.
د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي د دوشنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۴» په عمومي جلسه کې پهدې اړه د جرګې د غړو له څرګندونو وروسته وویل چې دا ډول څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.
عبدالرؤف ابراهیمي
نوموړي وویل:
"موږ د یو ګاونډي هېواد په توګه دا نهغواړو چې د پاکستان په بېثباتۍ کې رول ولرو، بلکې موږ غواړو د ډيپلوماتیک عرف او قانون په مطابق له پاکستان سره نېکې اړیکې ولرو، هېلهمند یو چې په داسې غیر مسؤلانه څرګندونو پاکستان د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې نهکړي او زموږ مخاطب د افغانستان علماء دي چې د پاکستان د علماوو غیر مسؤلانه څرګندونو په تړاو خپل دریځ روښانه کړي."
ښاغلي ابراهيمي وویل، د مولانا سمیعالحق وژل کېدل افغانانو پورې هېڅ تړاو نهلري او افغانان د پاکستان بېثباتي نهغواړي.
دا پهداسې حال کې ده چې د پاکستان د دیني عالمانو د شورا مشر مولانا طاهر اشرفي له پاکستاني ټلوېزیوني چینل جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي چې د مولانا سمیعالحق په وژنې سره به د افغانستان په جګړه کې تأثیر رانهشي، بلکې څو چنده به زیاته شي.
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا سمیعالحق چې د طالبانو په معنوي پلار هم مشهور و، د جمعې په ورځ په راولپنډۍ کې په خپل کور کې د چړو په ګوزارونو په مرموز ډول ووژل شو چې تر اوسه هم کومې ډلې او یا لوري د دغې وژنې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
مولانا سمیع الحق
دا پهداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر پاکستاني علماوو په افغانستان کې جګړه روا بللې وه.
ازادي راډیو هڅه وکړه څو د پاکستان د دیني عالمانو د شورا د مشر مولانا طاهر اشرفي د وروستیو څرګندونو په تړاو د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا نظر هم ولري، خو بریالۍ نهشوه.
په ورته وخت کې د کابل د علماوو شورا مرستیال ګل احمد صدیق چکري د پاکستاني علماوو د مشر دغه څرګندونې بېبنسټه وبللې او ویېویل، د افغانستان جګړه د نړۍ د ټولو علماوو له لوري ناروا بلل شوې ده.
ښاغلي چکري زیاته کړه:
"د افغانستان د جګړې په تړاو، د طاهر اشرفي د فتوا په تړاو دومره وایم چې جګړه په هېڅ صورت جواز نهلري او د نړۍ ټول عالمانو دا رد کړې ده. که په مشخصه توګه طاهر اشرفي دا فتوا ورکوي دا به اشرفي د ځنیو اړخونو د فشار له وجې او یا شخصي ګټو لپار داسې څرګندونې کوي."
د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا وايي، د طاهر اشرفي څرګندونې سیاسي انګېزه لري او د دوی په خبره دا مسایل د پاکستاني استخباراتو په اشارې مطرح کوي.
راپور: ناجیه ساپۍ