د مصر امنیتي ځواکونه وايي، هغه ۱۹ وسلهواليې پرون وژلي دي چې ګمان کېږي پر مصري قبطیانو يې د نومبر د دوهمې نېټې برید کړی و.
د مصر د کورنیو چارو وزارت وویل، دا وسلهواليې په المینیا ولایت کې چېرته چې پر قبطیانو برید شوی و، په نښه کړي دي.
د نومبر په دوهمه نېټه پر قبطي زیارت کوونکو د وسلهوالو په برید کې لږ تر لږه ۷ کسان ووژل شول.
داعش ډلې پرته له دې چې جزئیات ورکړي، د دغې حملې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.
قبطیان د مصر د نفوس شااوخوا ۱۰ په سلو کې برخه جوړوي.