نن په ۱۸ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد واکسین پیلېږي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، نن دوشنبه په ۱۸ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر ضد واکسین پیلوي.

دا وزارت وايي چې په دې کمپاین کې به پنځه میلیونه او درې لکه ماشومان واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت له پولیو سره د مبارزې د ملي پروګرام ویاند ډاکتر میر جان راسخ ازادي راډیو ته وویل چې د پولیو د بشپړ ختمولو لپاره هڅې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د کمپاین هدف دا دی چې پنځه میلیونه او درې لکه ماشومان د پولیو پر ضد واکسین شي. دا کمپاین په هغو سیمو کې پلی کېږي چې د پولیو د وایرس خطر په‌کې موجود دی."

د عامې روغتیا وزارت وايي، د ۲۰۱۸ میلادي کال له پیله په هلمند، کندهار، ارزګان، کونړ، نورستان او ننګرهار کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

که څه هم په نړۍ کې د پولیو وایرس له‌منځه وړل شوی، خو افغانستان، پاکستان او نایجیریا هغه درې هېوادونه دي چې اوس هم په‌کې دغه وایرس د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی.