پامپیو: ډاډه یو چې ایران خپل اټمي پروګرام بیا نه‌پیلوي

مایک پامپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، ډاډه دی چې ایران به خپل اټمي پروګرام بیا پیل نه‌کړي.

ښاغلي پامپیو دا خبرې پرون داسې وخت وکړې چې واشنګټن د تازه بندیزونو یوه لړۍ چې تر ټولو پراخه بلل شوې د ایران په تېلو او مالي چارو جاري کوي.

امریکا د روان میلادي کال په مې میاشت کې له ایران سره د پنځه جمع یو اټمي قدرتونو له موافقې ووت او د بندیزونو د بیا پیل هوډ یې وکړ.

امریکا وایي، تهران د بشار الاسد د رژيم په ملاتړ او ځینو نورو ورانکاریو د دې موافقې اصلیت تر پښو لاندې کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د «سي. بي. اېس» ټلوېزیون د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ایران به د امریکا د بندیزونو د بیا پيلېدو په نتیجه کې خپل پخوانی چلند بیا پیل کړي؟

وویل:

"موږ ډاډه یو چې ایرانیان به داسې پرېکړه ونه‌کړي."

پامپيو مشخصاً اروپا ته خبرداری ورکړ او ویې ویل:

"اروپايي شرکتونو ته به اجازه ورنه‌کړل شي، څو هم له ایران سره راکړه ورکړه ولري هم له امریکا سره."

تمه ده واشنګټن د هند، چین او ترکیې په څېر ځينو هېوادونو ته چې د ایران د تېلو لوی مشتریان دي یو څه وخت ورکړي څو د تېلو د اخیستلو اندازه صفر ته ورسوي.