د سعودي عربستان یوه میلیاردر شهزاده ولید بن طلال ویلي چې د عربستاني خبریال جمال خاشقجي د قضیې په اړه رسمي تحقیقات به ولیعهد محمد بن سلمان ته برائت ورکړي.
نړیوال سوداګر طلال فاکس نیوز ته ویلي چې له سعودي عربستان غواړي، څو د څېړنو پایلې ژر تر ژره روښانه کړي.
طلال ویلي، رسمي څېړنې به وښيي چې ولیعهد محمد بن سلمان د خاشقجي په وژنه کې لاس نهلري.
جمال خاشقجي د سعودي عربستان تبعه و چې د واشنګټن پوسټ لپارهیې کالمونه لیکل.
دی چې د سعودي د رژيم د پالېسیو منتقد و او لیکنې یې پرې کولې د اکټوبر په دوهمه په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې ووژل شو.
ترکیې ویلي څېړنې ښيي چې جمال خاشقجي د عربستان د یوې خاصې ۱۵ کسیزې ډلې لهخوا په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې دننه وژل شوی او مړی یې ټوټې ټوټې کړی.