په یمن کې د حدیده بندري ښار د نیولو لپاره جنګ شدت نیولی او د عربستان په مشرۍ د ائتلاف پوځیان د ښار دروازو ته نږدې شوي دي.
د یمن د حکومت عسکر چې د عربستان په مشرۍ د ائتلاف له ملاتړ برخهمند دي د حوثیانو پر ضد جګړه کې د حدیدې بندري ښار ته نږدې شوي.
حوثیان د تهران ملاتړ له ځانه سره لري.
د حدیده بندري ښار اوسېدونکو او سیمهییزو پوځیانو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ریاض په مشرۍ د ائتلاف پوځ د حدیده د نیولو لپاره زرګونه سرتېري مؤظف کړي.
د یکشنبې په ورځ د حدیده د هوايي ډګر شااوخوا، د ښار ختیځې دروازې او پوهنتون ته نږدې چې د بندر سوېل ته پروت دی جنګ روان و.
د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف یوه ملاتړي یمني جنرال محمد بن صالح اسوشیټېد پرس خبري اژانس ته ویلي چې حدیده ښار محاصره شوی دی.
نوموړی وايي:
"ښار تر بشپړې محاصرې لاندې دی. عملیات به د ښار تر ازادولو دوام ولري. ښار له ټولو خواوو کلابند دی. حوثیان د ښار په منځ کې ایسار شوي دي. موږ به پو څو راتلونکو ساعتونو کې په ښار برید وکړو."
د ائتلاف ځواکونو په خپله تېر وار حمله کې دا ښار ونهشو نیولی.
د عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف چې د لوېدیځ په وسلې او استخباراتو ولاړ دی هڅه کوي چې د حدیده بندري ښار په ډېرو کمو تلفاتو ونیسي، خو حوثیانو د ښار شااوخوا ته سنګرونه نیولي دي.
د یمن په جنګ کې چې تر اوسه پهکې څه باندې ۱۰ زره کسان وژل شوي انتقادونه ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو خاصې استازې انجلینا جولي پرون یکشنبه ویلي نړیواله ټولنه د یمن د جګړې په اړه "په شرمناکه توګه ورو او سست عمل کوي."
جولي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې دې جګړې ته دې سولهییزه حللاره ولټوي.
د ملګرو ملتونو دې استازې او د هالیووډ فلمي ستورې ویلي چې په یمن کې وضعیت تر دې اندازې خرابه شوی چې دا هېواد د لوږې تر پولو رسېدلی او له داسې لویې کولرا ناروغې سره مخ دی چې تر اوسهیې ساری نهدی لیدل شوی.
ملګرو ملتونو ګواښ کړی چې په نږدې راتلونکي کې به د یمن شااوخوا اووه میلیونه وګړي چې نیمايي نفوسیې تشکیلوي له لوږې سره مخ شي.
راپور: صفيالله ستانکزی