د هلمند چارواکي: ۵۸۰ زره ماشومان د پولیو له واکسینه پاتې کېږي

د طالبانو سره د ستونزو له امله د هلمند ولایت ۵۸۰ زره ماشومان د پولیو د واکسین څخه پاتې کېږي.

د هلمند د عامې روغتیا د ریاست مسؤلین وايي، د طالبانو سره‌يې د پولیو د واکسین د تطبیق پر ستراتېژۍ خبرې روانې دي، خو توافق ته نه‎دي رسېدلي.

په روانه یوه میاشت کې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې دوه، خو تر دې مخکې په نادعلي کې یوه مثبته پېښه شوې ده چې د روغتیا پالانو جدي اندېښنې يې راپارولې دي.

په‎دې اړه نور حال د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د هلمند راپور