سناتوران: د طالبانو مشران دې د مولانا سمیع الحق له وژنې پند او عبرت واخلي

د افغانستان مشرانو جرګه وايي چې د افغان طالبانو مشران دې د مولانا سمیع الحق له وژنې پند او عبرت واخلي.

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، مولانا سیمع الحق په پاکستان کې د نړیوالو د فشار کمولو او د افغان سولې په پروسه کې د خڼد رامنځته کېدو په پلمه، د (ای. اېس. ای) له خوا وژل شوی دی.

د دغې جرګې د یکشنبې د ورځې ازاد بحث تر ډېره د مولانا سیمع الحق د وژنې په څرنګوالي را ټول و، سناتورانو ویل، که افغان طالبان سولې ته غاړه کېنږدي، لرې نه ده چې مشران به یې د مولانا سیمع الحق په برخلیک اخته شي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي وويل، طالبان باید خپله اراده بدله کړي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

اصف صدیقي

ده وویل:

"د طالبانو مشران په پاکستان کې ووژل شول، ځیني یې بندیان شول، طالبان دې په دې پوه شي چې پاکستان دوی نه پرېږدي، اوس هم لا وختي دی چې طالبان خپله اراده بدله کړي، که یې دا کار ونه کړ، دوی به د خپل بادار له لاسه وژل کېږي."

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا سمیع الحق د جمعې په ورځ په راولپنډۍ کې په خپل کور کې د چړو په ګوزارونو په مرموز ډول ووژل شو، تراوسه هم کومې ډلې او یا لوري د دغې وژنې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي وايي چې مولانا سمیع الحق د (ای. اېس. ای) د ځینو کړیو له لوري وژل شوی، څو پر پاکستان د نړیوالو فشارونه کم کړي.

د مولانا سمیع الحق وژنې په پاکستان، سیمژ او نړۍ کې غبرګونونه راوپارول.

د پاکستان د دینې عالمانو د شورا مشر مولانا طاهر اشرفي د مولانا سمیع الحق په وژنه خواشيني څرګنده کړې.

نوموړي له پاکستاني ټلویزیوني چینل جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي چې د نوموړي له وژنې سره د افغانستان په جګړه کې تاثیر رانه شي، بلکې څوچنده به زیاته شي.

خو د افغانستان د ملي شورا غړي وايي چې د سمیع الحق وژل کېدل به د افغانستان په جګړه او د افغان طالبانو پر چارو اغېزې وکړي.

د مشرانو جرګې دوهم منشي فیصل سمیع وايي، که افغان طالبان د مولانا سمیع الحق له ژونې پند وانه خلي، نو د نورو طالب مشرانو او سمیع الحق په برخلیک به اخته شي.

دی زیاتوي:

"هغه یو شمېر کسان چې په افغانستان کې جګړه کوي، دوی دې د مولانا سمیع الحق له مرموزې وژنې پند او عبرت واخلي، که یې له جګړې لاس وانه خیست، طالب مشران به د سمیع الحق په برخلیک اخته شي."

مولانا سیمع الحق چې د اکوړه خټک د حقانیه دیني مدرسې بنسټ ګر و، په افغانستان کې یې جګړه روا بلله او له افغان طالبانو سره د نېږدې اړیکو له امله ورته د طالبانو معنوي پلار هم ویل کېده.

یو شمېر سناتورانو بیا ویل، د مولانا سمیع الحق وژل کېدل د افغانستان لپاره ګټه نه لري، باید افغان حکومت د سولې د پروسې لپاره کار وکړي.

افغان سیاسي کارپوهان هم دغه مطلب ته په اشارې سره وایي چې د مولانا سمیع الحق وژنه به له اروایي پلوه پر افغان طالبانو خپل اغېز ولري.

له دې ډلې خوشحال خلیل ازادي راډیو ته وویل چې مولانا سمیع الحق د طالبانو لپاره د الهام سرچینه وه، له هغه به یې روحیه اخیسته، طالبان به یې تحریکول چې څنګه په افغانستان کې جګړه پر مخ یوسي او ان د طالبانو جګړې ته به یې د مشروعیت فتواګانې ورکولې، نو په خبره یې چې طبعاً د هغه وژل کېدل به د وسله والو طالبانو پر روحیې خپل اغېز ولري.

راپور: رحمت الله افغان