د عراق د بهرنیو چارو وزارت د امریکا په وړاندې په یوه نادر عکس العمل کې ویلي چې د ګاونډي ایران په اړه د امریکا ټویټري پیغام له ډیپلوماټیکو نورمونو وتلی او د عراق په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼل کېږي.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون شنبه یې خپره کړې ده، په بغداد کې د امریکا له سفارته غوښتي چې له خپلې ټویټرپاڼې څخه تبصره لېرې کړي، په راتلونکې کې هم له دا ډول څرګندونو ډډه وکړي او نړیوال قانون رعایت کړي.
په هغه ټویټري تبصره کې چې د اکتوبر په دېرشمه خپره شوې او لاهم لیدل کېږي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ایران ته ویلي چې باید په عراق کې د فعالو شیعه ملېشو د بې وسلې کېدو، منحل کېدو او جلب کېدو اجازه ورکړي.