د شکایتونو کمېسیون: د ټاکنو کمېسیون په ښه مدیریت کې پاتې راغلی

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون تور پورې کوي چې د ولسي جرګې د ټاکنو په ښه مدیریت کې پاتې راغلی دی.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړي او ویاند علي‎رضا روحاني، پرون ازادي راډیو ته وویل:

"له‎دې امله، د ولسي جرګې انتخابات له متعدوو او جدي ستونزو سره ترسره شوو، له موږ سره تر ۱۱ زره زیات شکایتونه ثبت شوي دي."

روحاني دا خبرې د ولسي جرګې د ټاکنو د ابتدايي پایلو د اعلان په اړه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د تازه پرېکړې په اړه په غبرګون کې وکړې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون وویل چې په ولایتونو کې د ولسي جرګې د ټاکنو ابتدايي پایلې به د لیندۍ په ۲مه او په کابل کې به د لیندۍ په لسمه اعلان شي.

د قانون پر اساس، د ټاکنو وروستۍ پایلې د ابتدايي نتایجو تر اعلان یوه میاشت وروسته خپرې شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخکې د دې اعلان لپاره د لړم ۱۹مه ټاکلې وه.

د کمېسیون ویاند، سید حفیظ الله هاشمي پرون خبریالانو ته وویل چې د رأیو د شمېر، تصفیې او لېږدولو کار پیچلی دی او د ابتدايي پایلو اعلان یې له ځنډ سره مخامخ کړی دی.