د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني پر وسلهوالو طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د خپل وطن حق ومني.
ولسمشر غني پرون شنبه د نوومبر۳مه، پکتیکا ته ولاړ .
هغه په پکتیکا کې ولسي غونډې ته وویل:
"د دې وطن غېږ ډېره لویه ده، د وطن مور ومنئ! خپل پلار ومنئ! له پلار او موره نهشئ بېلېدلای خو له بهرنیانو ځان بېل کړئ. "
اشرف غني په پکتکیا کې وویل چې د سولې لپاره سیاست نهکوي او د هرې بیې پرې کولو ته تیار دي.
ولسمشر غني وویل چې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او زور ته نهشي تسلیمېدلای.
خو وسلهوالو طالبانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره مخامخ د سولې خبرو ته تیاري نهده ښودلې.