احمدي: د مسکو د غونډې په وخت او څرنګوالي هوکړه نه‎ده شوې

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له روسیې سره په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د غونډې پر جزئیاتو لا موافقې ته نه‎دي رسېدلي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي پرون شنبې ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ خبرې لا جریان لري، موږ تر اوسه له روسیې سره پر دې چې د مسکو غونډه څه وخت او څرنګه وشي موافقه نه‎ده کړې، زموږ بحثونه جریان لري."

د روسیې حکومت پرون، شنبه د نوومبر۳مه، وویل چې د افغانستان حکومت او طالبانو موافقه کړې چې په مسکو کې به د افغانستان د سولې په اړه په را روانه غونډه کې ګډون وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان د سولې د عالي شورا او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوي به مسکو ته ورشي.

په بیان کې ویل شوي چې دا به د طالبانو د سیاسي دفتر د غړو اول وار وي چې په دومره لوړه کچه غونډه کې برخه اخلي.

روسیې ویلي چې دا غونډه د نوومبر په ۹مه، جوړېږي.