د ایران ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنه اي ویلي چې پر ایران د اقتصادي بندیزونو لګولو پریکړه د امریکا یوه ناکامه هڅه ده.
خامنه اي پرون، شنبه د نوومبر ۳مه، په تهران کې وویل:
"نننۍ امریکا تر هغې امریکا چې ۴۰ کاله مخکې انقلاب بریالی شو، ډېره کمزورې ده، د امریکا قدرت په ځوړ کې دی، دا مهمه خبره ده."
دا پهداسې حال کې ده چې د امریکا متحدایالات به د نوومبر په پینځمه پر ایران خپل اقتصادي بندیزونه چې د اټمي موافقې پر اساس کم شوي وو، له سره ولګوي.
د اسرائیل صدراعظم، بنیامین نتانیاهو دا مریکا د پرېکړې هرکلی کړی دی.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر د روان کال په مې میاشت کې له ایران سره د نړیوالو قدرتونو له اټمي موافقې ووت.